IQNA

د غزې تړانګې په باب د یوې فرانسیسۍورځپاڼې په توکمپال کارتون پراخې نیوکې دوام لري

13:41 - March 14, 2024
د خبر لمبر: 3488881
ایکنا- په غزې تړانګې کې د روژې دمبارکې میاشتې پّ باب د لیبریشن فرانسوي ورځپاڼې په وسیله  د توکمپال کارټون ځپریدا ډیری کرکې او غبرګونونه په ځان پسې درلودلي دي.

ایکنانیوز د عربی ۲۱له قوله  راپور راکوي، په فرانسې کې د لیبریشن کیڼ پالې  ورځپاڼې په وسیله  خپره شوي توکمپال  کارټون په غزې تړانګې کې د رمضان المبارک په باب چې  د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې راهسې د وحشي صهیونیسټي رژيم  له ورانونکي جنګ سره  مخ ده ،  په ټولنیزو چینلونو کې ئې پراخې نیوکې راپارولي دي.

دغه کارټون چې  کورین ري په وسیله انځور شوی دی ، په غزې تړانګې کې  د روژې د مبارکې میاشتې د پیلیدا څرنګوالی ئې  انځور کړی دی چې  د اسرائيلو د کلابندۍ په نتیجې کې د یوې انساني او قخطۍ  ټریژيډئ شاهد دی

؛ په غزې کې  رمضان ؛ په عنوان سره په دغه کارټون کې یوه ښځه ښودل کیږي چې  د  دهغې ترڅنګ یو ماشوم په ژبه ځوړند شوی  او  انساني لاس چې د کڼدولې لاندې ګیر شوی ، او یو غوسه کس چې  له خولې ئې اوبه لاړې روانېږي،له هغو موږکانو سره یو ځاي چې د هډوکو ټوټې د هغه په خولې کې دي.

 غوسه کس  د هډوکو د ټوټو د  اخستو لپاره په موږکانو پسې  منډې وهي ،په داسې حال کې چې په کارټون  کې حاضره ښّځه هغه ته وائي، دغه کار  له لمر لویدو مخکې نشي ترسره کولی.

ځیني فعالانو دغه کارټون، په فرانسې کې له اسلامه د ویرونې د پروسئې  یو مثال او یوه رسوائي  بللې ده،په داسې حال کې چې ځینو نورو لویدیځ په ریاکارۍ او دوه ګوڼو سټینډرډونو تورن کړی ، ځکه  د اوکراین د خلکو په باب  چې له روسیې سره له جنګه  کړیږي،  ورته کوم کارتون نه دی انځور شوی او نه به هم انځور شي.

د وحشي صهیونیسټي رژيم  په وسیله  دجنګ او اعمال شوو محدودیّتونو په نتیجې کې د غزې آبادي په تیره بیا  په غزې اوشمال دوو ولایتونو کې په داسې حال کې چې د خوړو ،اوبو ،درملو او دسونګو له ډير کمښت سره مخامخ دي ، د قخطۍ په درشل کې ورغلي دي.

 هغه دوه مییون درې لکه کسان چې په غزې تړانګې کې ژوند کوي، د روژې مبارکه میاشت د بمباریو لاندې او له کډوالۍ اوقخطۍ سره د لاس او ګریوان کیدا په حالت کې تیروي، حال دا چې دغزې ښار اوسیدونکي  د بریښنا،اوبو او خوړو  کمښت ته په پام سره لاسخته روژه په وړاندې لري.

https://iqna.ir/fa/news/4205141

captcha